د افغانستان د جګړی حل په قطر کی نه بلکی په پاکستان کی ده
رحمت اله روان رحمت اله روان

په قطر کی د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو لپاره له شاوخوا یو کال راهیسې خبرې روانې دي، خو تراوسه پورې پدې اړه کومه پریکړه نده سوې،وړاندی افغان حکومت او امریکی له طالبانو سره د سولي لپاره په خپلو شرطونو کې ویلي و، چې د افغانستان اساسي قانون به مني، له القاعده ډلي به جلاکیږي او له تاوتریخوالي به لاس اخلي مګرم،په وروستیو کې طالبانو اعلان وکړ، چې امریکا یانو د زندانیانو د ازادولو غوښتنه نه ده منلې نو دوی هم خبري ځنډولي دي، خو څو ورځي مخکې د افغانستان د سولي عالي شورا له لوری وویل شو، چې اوس ا مریکا د طالبانو د مشرانو له زندانه د ازادولو خبره په مشروط ډول منلې ده او دخبرو لړی یو ځل بیا شروع کیدونکی ده،په دی ورستیو کی د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر، قطر ته په دې هدف سفر وکړی، چې د دغه هېواد له مقاماتو سره د طالبانو او د سولې پروسې اړوند خبرې وکړي. وروستي رېپوټونو ښيي، چې د طالبانو لخوا په قطر کې د دفتر پرانستلو سره د افغان حکومت لخوا موافقه ښودل شوې او په راتلونکې څو ورځې کې به د قطر استازو سره په کابل کې پر شرايطو خبرې اترې وشي ،،،که ځه هم د افغانستان په دننه او په بهر کی ډیر افغانان په قطر کی دطالبانو لپاره  دفتر د برانستلو هر کلی کوی او په افغانستان کی وسولی ته درسیدو پخاطریی یوازنی لاره ګڼې. خو په قطر کی ددفتر پرانیستل به تر هغه وخته کومه نتجه ونه لری تر ځو دپاکستان  ای ،ایس،ای دافغانستان په داخلی چارو کی دخپلو ناروا لاسوهنو ځخه لاس نه وی اخیستي ځکه دافغانستان دشخړی دحل کیلی ګانی په قطر کی نه بلکی دپاکستان ده ،ای،ایس ،ای په لاس کی ده ، پاکستان تر هغه په افغانستان کې سوله نه غواړي ،ترڅو يې چې خپلې ګټې د افغانستان په سوله کې نه وي خوندي شوي

پاکستان تر هغه په هيواد کې سوله نه غواړي ترڅو يې ، چې  خپلې ګټې دلته نه وي تر لاسه کړ، پاکستان په افغانستان کې يو لاس پوڅى حکومت غواړي، ترڅو وکولى شي ، چې خپلې ټولې غوښتنې پرې ومني ، پاکستان هڅه کوي ، چې افغانانو او نړيوالو ته دا وښيي ، چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مهم رول لري ، پاکستان ددې لپاره دغه کار کوي، ترڅو وکولى شي ، چې له غربي نړۍ څخه په دې نوم ډيرې پيسې او امتيازات تر لاسه کړي، د پاکستان او هند ترمنځ روانه لانجه هم د افغانستان له قضيې سره په تړاو کې ده اوتر څوچی د کشمير مسئله نه وي حل شوي ، پاکستان افغانستان په ارامه نه پرېږدي که نن د کشمير مسئله حل شوه  پاکستان به په افغانستان کې داسې سوله راولي ، چې هم  يې خپلې  او هم د افغانستان ګټې پکې وي ، پاکستان فکر کوي ،چې په اوسينو شرايطو کې  په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه نه ده ، ځکه د سولې  په رامنځته کېدو سره دوى خپلې ګټې په تاوان کې ويني، پاکستان داسې انګيري که په افغانستان کې سوله راغله ، نو کېداى شي ، چې د پاکستان په ضد له هندوستان سره اړيکه ټينګه کړى ،پاکستان له دې هم ويريږي که په افغانستان کې سوله راشي، نو کېداى شي ،چې د ډيورند کرښې مسله افغانان راپورته کړي.

پاکستان د فبرورۍ په نیمايي کې د اسلام اباد د سفر په مهال ولسمشر کرزي ته وعده ورکړه چې دافغانستان وسله وال مخالفین به وهڅوي چې له کابل سره خبرې وکړي. خو عملاً د پاکستان په دریځ کې د مخالفینو پخلاینې هیڅ راز نښه نه لیدل کېږي ښه مثال یی په تیره اوونی کی  دنورستان په ولایت باندی دپاکستانی طالبانو یرغل دی

 چی افغان پولیس او خلک وايي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په خپل سبک د اسلامي مقرراتو د تطبیقولو لپاره خلکو ته د سزا ورکولو، وهلو او ځورولو لړۍ پیل کړې ده ،د پاکستاني سرچینو د راپور له مخې د دغه هیواد د تحریک طالبان په سلګونو غړي او مشران لکه د سوات ملا فضل الله، د باجوړ مولوي فقیر او د مومند ایجنسۍ عبدالولي کونړ او نورستان ولایتونو ته اوښتي او هلته پر خلکو د خپلې خوښې اسلام تطبیقوي.

دوی وايي پاکستاني طالبان، چې اوږدې ږیرې او ببر سرونه لري، په کوڅو کې ګرځي او خلک د هغه څه په خاطر ځوروي چې دوی ته غیراسلامي ښکاره شی  پاکستاني طالبان، چې تور کالي او تورې لونګۍ یې پر سر وي، هغه چا ته سزا ورکوي چې ږیره یې خرېیلې یا لنډه کړې وي، موبایل ټېلفون کاروي او یا نسوار کوي

افغان ولسمشرحامد کرزي یو وار بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې په اړه د شوېو پریکړو په برخه کې د عملي اقدامات وکړي نوموړی دا خبری دچهار شنبی په ور ځ دپاکستان له صدراعظم سره په تیلفونی خبرو کی کړی دې،د ولسمشر کرزي اشاره له دې پریکړو څخه هغو ته چې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته د نوموړې د سفر په ترڅ کې د پاکستاني لورې سره شوې دي،په دې کې د وسلوالو طالبانو د مشرانو سره چې ویل کېږي، په پاکستان کې اوسیږي د خبرو د زمینې په برابرولو کې د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه هم شامله وه،په دې اړه د ولسمشر کرزي د ویندوې دفتر د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني له خولې ویلي، چې دوي په افغانستان کې د سولې په برخه کې شویو پریکړو ته ژمن دي،خود سیاسي چارو کارپوهان وايي چې پاکستان به د ۲۰۱۴ کال تر رارسېدو پوري په دې خبرو، چې طالبان خبرو ته تیاروي، د وخت تېرولو هڅه وکړي. دوی وايي ممکن د پاکستان ملکي چارواکي د افغانستان د سولې په برخه کې ریښتوني واوسي خو د دغه هیواد پوځ او استخباراتي اداره د افغانستان او سیمې لپاره نورې نقشې لري.

د پاکستان لخوا په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې د مرستې ژمنه د ياد هېواد لخوا يو تکتيکي حرکت دی

 وروسته له هغه چې د پاکستان او لوېديځ ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې، پاکستان ددې په لټه کې شو ، ترڅو دغه اړيکې بېرته د افغانستان د سولې پروسې په بدل کې لاسته راوړي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د سولې رواستو په برخه کې يو شمېر امتيازات هم له لوېديځې نړۍ څخه تر لاسه کړي لکه د پاکستان د اتومي انرژۍ خونديتوب ، په افغانستان کې د لاسوهنې رسمي مشروعيت او يو شمېر سوداګريز او صنعتي امتيازات هغه څه دي چې پاکستان يې د افغانستان د سولې په بدل کې غواړي

مېرمن روبین د امریکا د فیلادیلیفیا انکوایرر د مشرتابه پلاوې غړې او د بهرنیو اړیکو  یوه مبصره ده. د دې لیکنې د امریکا په ګڼو ورځپاڼو کې خپرې شوي خو ځانګړی تخصص یې د منځني ختیځ، روسیې او جنوبي اسیا په چارو کې دی ، ترودي روبین پوښتنه کوي چې ایا د امریکا متحد ایالتونه داسي یوه لار برابرولی شي چې د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته افغانستان باثباته پاتي شي؟ دا وایی ددی پو ښتنی ځواب په پاکستان پوری تړلی دې ،که پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو ته د خوندي پناهځایونو له ورکولو لاس واخلي، په افغانستان کې ثبات ممکن دی. کنې د افغانانو هیلې به نهیلې او په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه شي، دا وایی که غواړئ چې د دې په علت پوی شئ نو د پاکستاني ژورنالیست او شناند احمد رشید وروستی کتاب ولولئ، «پاکستان د سقوط په درشل کې، د امریکا، پاکستان او افغانستان راتلونکې،روبین زیاتوي هماغسي چې رشید ویلي د امریکا او پاکستان اړیکې د دې لپاره خرابې شوي چې په هغو کې صداقت نشته. پاکستان د امریکا پر پالیسیو اعتراض کوي او وايي چې په افغانستان کې یې تېروتنې وکړې چې له کبله یې پاکستان متاثره شوی دی،خو حقیقت دا دی چې دا د پاکستان د پالیسۍ په وجه ده چې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او په دې توګه په افغانستان کې د سوله ییز حل مخه نیسي او په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې د بیا پیلېدو زمینه برابروي،احمد رشید لیکلي چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۱ څخه په خپله خاوره کې د افغان طالبانو بېلابېلو ډلو او د هغوی مشرانو ته پناه ورکړې ده ځکه چې پاکستان له هند سره د سیالۍ لپاره طالبان د ځان لپاره یوه سرمایه بولي،روبین کاږي: پاکستان له ډېره وخته دوه مخې پالیسۍ ته دوام ورکوي؛ پخواني پوځي ولسمشر پروېزمشرف د دوه زرم میلادي کال په نیمايي کې افغان طالبان وروزل، په وسلو یې سمبال کړل او دې کار ته یې حتی له دې سره سره دوام ورکړ چې د القاعده پرضد په عملیاتو کې یې له امریکا سره مرسته کوله،لیکواله د احمد رشید له قوله وايي، د کرزي د حکومت په لومړیو کلونو کې، چې د طالبانو بلوا تازه پیل شوه،  ډېرو، طالبانو چې غوښتل یې د کرزي له حکومت سره سوله وکړي، د آی ایس آی له لوري راوګرځول شول،اغلې روبین وايي، د پاکستان له لوري د افغان طالبانو ملاتړ، د دغه هیواد خپل پښتانه افراطي کړل او د خپل پوځ په وړاندې یې جګړې ته ودرول خو پاکستان د دې پرځای چې د پښتنو د طالباني کولو په باب له خپلو تېروتنو درس واخلي، د خپلو خطاوو پړه د امریکا په پالیسۍ اچوي

له بلې خوا د پاکستان حکومت دا خبره نه مني چې د القاعده شبکې مشر یا د طالبانو مشران یې ساتلی،د پاکستان د غولونې پالیسي بالاخره هغه مهال بیخي افشا شوه چې د امریکا کومانډو ځواکونو د ایبټ اباد په نیمه پوځي ښار کې د پوځي اکاډیمۍ ترڅنک بن لادن وواژه. دا خبره قطعاً د منلو نه ده چې آی ایس آی دې د بن لادن د اوسېدو له ځایه خبر نه و، یوازې همدا چې امریکا پاکستان ته مخکې تر مخکې ونه ویل چې د بن لادن د اوسېدو ځای یې موندلی او حمله پرې کوي، پر پاکستان د امریکا د بې باورۍ لپاره کافي ده،پاکستان د بن لادن د ساتلو په خاطر له امریکا بخښنه ونه غوښته. د دې پرځای د پاکستان پوځ وویل چې امریکایانو د دوی د قلمرو سرغړونه  کړی ده دی مسایلو ته په پام سره لیکواله ګومان نه کوي چې د امریکا او پاکستان اړیکې دې ښې شي.پای


April 9th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات